برخه 7 – رسمیات

  • دوکانونه او رسمي دفاتر په خپل وخت سره پرانیستل کېږي او بیرته تړل کېږي. د بېلګې په توګه که چیرته د کوم دفتر یا دوکان د بندیدو وخت (Öffnungszeiten) په څلورو بجو وي، نو تاسې باید هلته په ۳:۵۵ ورشی، ځکه چې هغه په ۴:۰۱ باندې ممکن بند واوسي. همداشان دا اصل باید تاسې د ریل ګاډو، بسونو او همداشان د هغوۍ د تلو د وخت په اړه مراعات کړئ.

  • له بیروکراسي سره معامله کول ځینې وختونه ډېر ستونزمن او ډېر ناکافي وي. هغه وخت نیونکي وي او معیاري پروسیجرونه باید ووهي. دا کار کېدای شي ځورونکي واوسي. خو بیا هم، دا بیروکراتیک پروسیجر د هر چا لپاره ورته او منصفانه وي. د رشوت ورکول یا ترې غوښتل جرم ګڼل کېږي.

  • په جرمني کې خلک زیاتره له ترافیکي قوانینو پیروي کوي. هغوۍ د ترافیکي نښو پیروي کوي او کله چې وویني اشارې سرې دي نو بیا که په سرک باندې موټر هم نه وي، حرکت نه کوي: هغه کس چې په خپل حق کې راروان وي د لارې حق هم لري (“rechts vor links”).

  • په ښارونو کې د بایسکلونو لپاره خانته لارې جوړي شوي دي. د موټر چلولو یا بایسکل چلولو پر مهال په ټلیفون کې خبرې کول یا مسیج لیږل ممنوع ده. کله چې په موټر کې سفر کوی، نو ټول مسافرین باید د خپل سیټ کمربند وتړي. که په موټر کې ماشومان وي نو باید د هغوۍ لپاره له ځانګړو جوړو شویو سیټونو څخه کار واخیستل شي.

  • د دفتر د کار په وختونو کې یوازې باید د راتلونکو زنګونه جواب ورکړل شي. یعنې د مازدیګر تر څلورو یا پنځو بجو پورې. په ټلیفون کې شخصي خبرې کولو ته معمولاً د شپې له ۹ څخه تر ۱۰ بجو پورې اجازه نشته. کله چې زنګ وهئ نو لومړی خپل نوم ورته ووایاست.

  • کله چې له عامه ټرانسپورټ څخه ګټه اخلی، نو باید لومړی ټیکټ واخلی. تاسې کولای شی چې دا ټیکټونه د خدماتو په څانګه او یا هم د ټیکټ له ماشینونو څخه واخلی. کله چې ریل ګاډو یا بسونو ته خیزئ، نو کله کله باید خپل ټیکټونه چیک کړی (په تیره بیا په لویو ښارونو لکه برلین او مونشن کې). د بېلابېلو سیمو او ښارونو تر منځ د ټیکټونه پروسیجر او ډولونه ښايي توپیر سره ولري.